ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړی،د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر ویلي چې په افغانستان کې د نهه میلیونه ماشومانو په ګډون، شاوخوا څلرویشت میلیونه وګړي مرستو ته اړتیا لري.
په دغه راپور کې شخړې، رېښې لرونکې بې وزلۍ، د خوراکي توکو نه خوندیتوب او د خوارځواکۍ لوړه کچه، دوامداره داخلي بې ځایه کېدل،د چاودېدونکو توکو پراخه ککړتیا، پرله پسې طبیعي آفات، د ساري ناروغیو خپرېدل،د اقلیمي بدلون اغیزې او سیاسي شرایط؛ په افغانستان کې د سخت بشري وضعیت د نورو عواملو په توګه یاد شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې پر بشري فعالیتونو د طالبانو د امر باالمعروف قانون د اغیزو په اړه، د خوړو د نړیوال پروګرام وروستۍ موندنې ښيي چې، په افغانستان کې د بشري فعالیتونو د څارنې بهیر، په ځانګړي ډول په بدخشان، هرات او کندهار ولایتونو کې مخ پر ځوړ روان دی.
افغانستان د نړۍ له هغو دوه ویشتو هېوادونو څخه دى، چې د لوږې له بحران سره مخ دى او په دغه هېواد کې دولس اعشاریه څلور ميليونه وګړي، د خوراکي توکو د نه خونديتوب په لوړه کچه کې شتون لري.
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i154732